د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د مسکو په «شیریمیتوا» نړیوال هوايي ډګر کې د یو تن بېلاروسي وګړي له لوري له یوه افغان ماشوم سره د تاو تریخوالي قضیه له نږدې څاري.
بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په مسکو کې د افغانستان سفارت ته دنده سپارل شوې چې په کوربه هېواد کې له ټولو ډیپلوماټیکو او حقوقي لارو د موضوع د تعقیب او له پایلو یې وزارت ته معلومات وړاندې کړي.
بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، په مسکو کې د اسلامي امارت لوی سفارت مستشار، حافظ عبدالله یاسر د ټپي ماشوم د پوښتنې پرمهال د هغه له کورنۍ سره د یاد وزارت له لورې رالېږل شوې نغدي مرستې سربېره د هر اړخېزې همکارۍ ډاډ ورکړی.
د یاد وزارت په وینا، دا چې مجرم په توقیف کې دی د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون څخه غوښتنه کوي ترڅو د مجرم دوسیه جدي تعقیب او په خپله سزا یې ورسوي.

