د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د دې وزارت اړوند ۳۰۰ بستریز روغتون د تخصصي دورې پای غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.
د غونډې په پیل کې د ۳۰۰ بستريز روغتون رییس مولوي صدیقالله بدر ښاغلي خليفه صاحب او د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ياد روغتون د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.
مولوي صدیقالله بدر ویلي، چې په دې تخصصي دوره کې ۲۱ تنو تخصصي زدهکړې کړي او له دې وروسته به د دې روغتون په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي.
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د روغتیاپالانو هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې دوی د سختو شرایطو باوجود خلکو ته د روغتیايي خدمتونو په ترسره کولو سره مهم رول لوبولی دی.
نوموړي زیاته کړې، تر دې وړاندې د هېواد په روغتيايي برخه کې بېباوري حاکمه وه، خو اوس ۳۰۰ بستریز روغتون له پرمختللو تجهیزاتو، متخصصینو او عمومي روغتيايي سکټور د پیاوړتیا له برکته، دا باور بېرته راژوندی شوی دی.
ښاغلي حقاني ویلي، چې پر روغتيايي مرکزونو او خدماتو ورځ تر بلې د خلکو باور ډېريږي.
همداراز نوموړي روغتیايي خدمتونه “د انسانانو د دردونو د ارامولو او سوکاله ژوند ته د زمینې برابرولو یو ستر او ثوابي عمل” بللی او روغتیايي کارکوونکي یې له همدې امله بختور یاد کړي دي.
خلیفه سراجالدین حقاني يادو متخصيصينو او روغتياپالانو ته د لا بریا هیله څرګنده کړې او هغوی ته یې د هېواد او ملت د خدمت سپارښتنه کړې ده.
همدارنګه نوموړي ژمنه کړې، چې د روغتیاپالانو، په ځانګړې توګه د تخصصي کارکوونکو لا هڅونې، همکارۍ او خدماتو د پراخولو لپاره به لا نور اقدامات ترسره شي.
په ورته مهال، ښاغلي خلیفه صاحب د یاد روغتون د رهبرۍ مجلس له غړو سره هم لیدنه کړې او د روغتیايي خدماتو په برخه کې یې د دې روغتون ستونزې اورېدلي دي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د دغه روغتون روغتیايي کارکوونکو ته به د وړتیاوو د لوړولو تر څنګ، په نورو برخو کې هم اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

