ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل والي: اسلامي امارت د ښوونځیو او مدرسو هر اړخیز پرمختګ ته ژمن دی

د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د کابل مرکزي دارالحفاظ له استادانو او زده کوونکو سره لیدنه کړې.

نوموړي د دوی ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.

ښاغلي خالد ویلي؛ د مدرسو په ظاهري بڼه جوړښت د حکومت مسولیت دی او معنوي بڼه یې د استادانو دنده ده، چې باید دواړو اړخو ته یې پاملرنه وشي.

د کابل والي ټینګار کړی، چې استادان باید د زده کوونکو په پرمختګ کې هڅه وکړي، ترڅو دوی په ښه درجه فارغ شي.

دغه‌راز د زده‌کوونکو معنوي کیفیت ته پاملرنه د ټولو ګډه دنده ده او زده کوونکي دې د خپلو استادانو لارښوونو او درسونو ته لومړیتوب ورکړي.

شیخ محمد قاسم خالد د زده‌کړو پر اهمیت د هر اړخیزې وینا ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، تر څو دیني مدرسې او ښوونځي له هره اړخه پرمختګ وکړي.