ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

میدان وردګو کې د پینځه میلیونو ډالرو په لګښت د سرب او انټیموني د پروسس کارخونه پرانیستل شوه

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د افغان قرغز شرکت له‌ خوا د پینځه میلیونه ډالرو په لګښت د سرب او انټیموني د پروسس کارخونه پرانیستل شوه.

د یادې کارخونې په پرانیست غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملاهدایت الله بدري، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور، د یاد ولایت والي، امنیه قومندان او د بېلابېلو ادارو استازو سیمه‌ییزو مسوولینو، د یادې کارخونې رییس او د رسنیو استازو شتون درلود.

د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور ویلي، د خوښۍ ځای دی چې نن موږ په هېواد کې د سرب او انټیموني د پروسس د کارخونې شاهدان یو، په دې سره به نه یواځې دا چې زموږ اقتصاد پیاوړی شي بلکې ډېر کاري فرصتونه به هم رامنځته شي.

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري ویلي، چې له دې وروسته به د سرب او انټیموني خام مواد د هېواد دننه پروسس شي.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ ژمن یو په ټول هېواد کې د معدني موادو د پروسس په برخه کې ورته کارخونې جوړې کړو.

په پای کې د یادې کارخونې رییس د خپلو کارونو او په ورځني ډول د ۳۶۰ ټنه ډبرو د پروسس او په خپلو چارو کې د روڼتیا په اړه خبرې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه کارخونه کې به ۴۰۰ کسانو ته په مستقیم او ګڼ شمېر نورو هېوادوالو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.