ملي دفاع وزارت وايي، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد د ۲۰۹ الفتح قول اردو له رهبري، د لواوو له قوماندانانو، مسولینو او د یادې قول اردو د نظامي ښوونیز مرڪز له مجاهدینو سره لیدنه کړې.
نوموړي مجاهدینو ته هر اړخیزه وینا کړه او ویلي یې دي، چې د صف وحدت، د خپلو امیرانو اطاعت، د اسلامي نظام د استحکام او د خپلو اسلامي او ملي منافعو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.
دغهراز ښاغلي مجاهد د لواوو قوماندانو او مسولینو ته ویلي، چې د افغان ملت د هوساینې لپاره خپل ټول توان په کار واچوئ.
د ملي دفاع سرپرست وزیر ژمنه کړې، چې هڅه کوو خپل ټول قطعات او جزوتامونه په بشپړ ډول اکمال کړو.