د پاکستان ولسمشر عارف علوي د دې هېواد د پارلمان ړنګولو اعلامیه لاسلیک کړه.
دا اعلامیه د دې هېواد د لومړي وزیر په مشوره لاسلیک شوې، چې پر اساس یې د شهباز شریف کابینه منحل شوه.
د پاکستان پارلمان د پینځو کلونو لپاره د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د اګست له ۱۳مې نېټې کار پیل کړی و او له قانوني اړخه یې پینځه کاله وروسته د اګسټ پر ۱۲ مه کاري موده پای ته رسېده، چې له ټاکلې مودې درې ورځې وړاندې ړنګ شو.
د دې هېواد د قانون پر اساس به د پارلمان له منحلېدو درې ورځې وروسته نوی لنډمهاله لومړی وزیر ټاکل کېږي، چې د ټولټاکنو لپاره به چارې پر مخ بیايي او ۹۰ ورځو کې د ننه به ټاکنې کېږي.