ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

برېتانیا، فرانسې او ۲۳ نورو هېوادونو په غزه کې د جګړې د سملاسي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده

د برېتانیا، فرانسې، اېټاليا، جاپان او کاناډا په ګډون ۲۵ هېوادونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د جګړې د سملاسي پای ته رسولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې په دې تړانګه کې بشري کړاو نوې او سختې کچې ته رسېدلی دی.

یاده اعلامیه داسې مهال خپرېږي، چې په غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو له بریدونو، نسل‌وژنې او جرمونو څه باندې ۲۱ میاشتې تېرېږي او په دې تړانګه کې له دوه میلیونه ډېر فلسطینیان له سخت بشري ناورین سره مخ دي.

د اسرائیلو متحدینو برېتانیا، فرانسې، اسټرالیا او کاناډا او د اروپايي ټولنې په شمول ۲۱ نورو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دا جګړه باید همدا اوس ودرول شي.

دوی زیاته کړې، چې په غزه کې بشري کړاو نوې او سختې کچې ته رسېدلی. یادو هېوادونو د اوربند د خبرو اترو، د بندیانو د خلاصون او د اړینو مرستو لېږد ته د اجازې ورکولو غوښتنه کړې ده.

په خپره شوې اعلامیه کې د اسرائیلي رژیم د بشري مرستو د وېش بڼه خطرناکه ګڼل شوې او په ناانساني بڼه د ماشومانو په شمول د هغو ولسي وګړو په نښه کول غندل شوي، چې د اوبو او خوراکي توکو په لټه کې دي.

ملګرو ملتونو او د غزې روغتیا وزارت ۸۷۵ کسان ثبت کړي، چې اسرائیلي یرغلګرو له مې میاشتې راهیسې د مرستو د وېش په مرکزونو کې خوراکي توکو ته د انتظار پر مهال شهیدان کړي دي.

صهیونیستي رژیم په مې میاشت کې د غزې په څه باندې دوې میاشتنۍ بشپړې کلابندۍ کې څه ناڅه اساني رامنځته کړه او محدودو خوارکي توکو ته یې د لېږد اجازه ورکړه. وروسته بیا اسرائیلو د امریکا په ملاتړ د غزې بشري بنسټ جوړ کړ، چې هره ورځ یې په مرکزونو کې لسګونه فلسطینیان د مرستو په هڅه کې شهیدان او ټپیان کېږي.

یادو هېوادونو ویلي: “د اسرائیلو د مرستو د لېږد بڼه خطرناکه ده، بې‌ثباتي زیاتوي او د غزې د خلکو انساني کرامت تر پښو لاندې کوي.”

هغوی زیاته کړې: “د اسرائیلو له لوري فلسطینیانو ته د اړینو بشري مرستو د لېږد مخنیوی د منلو وړ نه دی. دوی باید له نړیوال بشري قانون سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي.”

اسرائیلي یرغلګرو د ۲۰۲۳ په اکټوبر میاشت کې پر غزه بریدونه پيل کړل، چې لا یې هم جګړه او د فلسطینیانو نسل‌وژنه دوام لري.

د غزې روغتیا وزارت وايي، د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۵۹ زره او ۲۹ فلسطینیان شهیدان شوي، چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي. سربېره پر دې ۱۴۲ زره او ۱۳۵ نور ټپيان شوي او زرګونه نور تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک دي.