عامې روغتیا وزارت وايي، چې افغانستان اوسمهال په ۱۵ ډوله درملو کې ځانبسیاینې ته رسېدلی دی.
یاد وزارت زیاتوي، چې د کورنیو درملو د ملاتړ او پياوړتیا په موخه يې له کورنیو او بهرنیو ادارو سره تړونونه لاسلیک کړي، چې خپل د اړتیا وړ درمل له کورنیو تولیدونکو کارخونو څخه وپېري، تر څو د درملو په برخه کې کورنی صنعت پر ځان بسیا شي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان د سیروم د تولید په برخه کې په بشپړ ډول پر ځان بسیا شوی او د کورني بازار د اړتیا پوره کولو تر څنګ عراق، یمن او اوزبیکستان ته هم صادرېږي.
یو شمېر ډاکتران وايي، چې د کورنیو درملو کیفیت لوړ دی او له خلکو او روغتیاپالانو غواړي، چې کورني درمل وکاروي، تر څو دغه صنعت وده وکړي.
اوسمهال د هېواد په کچه د درملو د تولید ۱۰۴ کارخونې فعالیت کوي او ۶۵۰ بېلابېل ډوله درمل تولیدوي.

