ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي نور جلال جلالي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیال سره لیدنه کړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال او د یونیسف اجراییوي رییس ښاغلي چیبان تید سره لیدنه سره کړې.

په دې لیدنه کې چې د افغانستان لپاره د یونیسف سازمان مشر ښاغلي ډاکټر تاج الدین اوېلا او مل پلاوي ګډون درلود د هېواد د روغتیایي سیستم پر ملاتړ، د پلي کوونکو موسسو او یونیسف له لوري روغتونونو ته پر وخت د درملو رسولو، د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو پر سالم مدیریت، د روغتیایي لګښتونو پر روڼتیا، د روغتونونو د خدماتو معیاري کولو په موخه د عصري او پرمختللو تجهیزاتو برابرولو ، د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو او ورته نورو موضوعاتو اړوند خبرې شوې دي.

ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یونیسف سازمان له لوري د روغتیایي سیستم سره د مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، هڅه کوي د نړیوالو مرستو تر څنګ د خپلې داخلي بودیجې څخه په ګټې اخیستنې د روغتیایي سیستم د پراختیا او معیاري کولو لپاره لا کار وکړي.

دغه‌راز نوموړي په چارو کې د لا روڼتیا او روغتیايي مراکزو ته پر وخت د درملو رسولو برخه کې د یاد سازمان د ځانګړې پاملرنې او د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

بل لور د یونیسف سازمان اجراییوي مشر ښاغلي چیبان تید چې د بشري عملیاتو او اکمالاتو مسولیت په غاړه لري په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، هڅه به وکړي هغه څه یې چې دلته ولیدل تر نورو ورسوي.اوسني وخت کې خورا شفافیت راغلی چې دا د مرستو لپاره غوره فرصت دی.

نوموړي زیاته کړې، زموږ موخه دا ده چې د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه ټولو افغانانو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړو او په دې برخه کې به د تل په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.