د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۴ کال کانکور لس مخکښ ګډونوال ستایلي او ډالۍ یې ورکړې دي.
لوړو زده کړو وزارت وايي، چې په دې ستاینغونډه کې شیخ نداء محمد ندیم د کانکور مخکښو ګډونوالو ته د مبارکۍ او لوړو زده کړو ته د ښه راغلاست تر څنګ، دوی خپلو تخصصي درسونو ته هڅولي او غوښتنه یې ترې کړې، چې خپل وخت ضایع نه کړي.
ښاغلي ندیم محصلینو ته په خطاب کې ویلي، چې دوست او دښمن وپېژني او د کفارو له دسیسو او افکارو متأثره نه شي.
نوموړي زیاته کړې، دا زموږ مسولیت دی چې ځوانان په سالمه او اسلامي عقیده وروزو.
همدارنګه د کابل پوهنتون رییس دوکتور اسامه عزیز، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رییس شیخ حکمت الله حکمت او د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ رییس استاد کلیم الله محمدي په خپلو خبرو کې د کانکور مخکښو ګډونوالو څخه غوښتنه کړې، چې په پوهنتون کې هم د ښوونځي په څېر کوښښ وکړي او له ځانونو تکړه متخصصین جوړ کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ستاینغونډې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د وزیر له لوري د ۱۴۰۴ هـ ش کال د کانکور لسو مخکښو ګډونوالو ته یو ـ یو لېپ ټاپ کمپیوټر ډالۍ د تشویق په موخه ورکړل شول.

