ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

څلور کاله وړاندې د زمري پر ۱۹مه فراه او بغلان فتحه شول

د اسلامي امارت مجاهدینو له نن څخه څلور کاله وړاندې په همدې ورځ (۱۴۰۰/۵/۱۹) د الفتح عملیاتو په لړ کې فراه او د بغلان مرکز پلخمري فتحه کړل.

مسولین وايي، چې دا ولایتونه څلور کاله وړاندې د اسلامي امارت مجاهدینو په بشپړه توګه فتحه کړل او په هر ګوټ کې یې بنسټیز امنیت ټینګ شو.

د مجاهدینو د سرښندنو پایله وه، چې له شل کلن اشغال څخه خلاص شوو او په هېواد کې مو خپلواک او اسلامي نظام حاکم شو.

د فراه او بغلان اوسېدونکو له فتحې وروسته د اسلامي امارت د مجاهدینو تود هرکلی وکړ او د هېواد خپلواکي یې په خوښۍ سره بدرګه کړه.

د دواړو ولایتونو مسولین وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ګڼې بنسټیزې پروژې پلې شوې او د بغلان د نساجۍ او بورې فابریکې فعالې شوې، چې سلګونه کسان په کار پکې بوخت دي.

هېوادوال د اسلامي امارت کړنې او لاسته‌راوړنې ستایي او وايي، چې یو ځل بیا یې د هېواد د ځان‌بسیاینې، ثبات او پرمختګ هیلې را ژوندی شوې او په تېرو څلورو کلونو کې یې هوسا او ارامه ژوند تجربه کړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو له نن څخه څلور کاله وړاندې په همدې ورځ (۱۴۰۰/۵/۱۹) د الفتح عملیاتو په لړ کې فراه او د بغلان مرکز پلخمري فتحه کړل.

لومړنی ولایت نیمروز و، چې د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۵مه د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري فتحه شو.

د فتحې لړۍ په چټکۍ سره تر نورو ولایتونو هم ورسېده، چې د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه کابل هم فتحه شو او په هېواد کې یو ځل بیا خپلواک او شرعي نظام حاکم شو.

د هېواد د خپلواکۍ په لاره کې د اسلامي امارت د مجاهدینو سرښندنې او اتلولۍ زموږ د زرین تاریخ یو نوی باب دی، چې د امریکا شل کلن اشغال ته یې د پای ټکی کېښود او افغانستان یې له اشغال څخه خلاص کړ.