ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح‌الله مجاهد: اسلامي امارت د هېواد د خپلواکۍ ساتلو ته ژمن دی

د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد له ملي نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې افغانانو په کمو امکاناتو خو په پياوړي ایمان سره د نړۍ زبر ځواک ته ماتې ورکړه.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د هېواد خپلواکۍ ساتلو ته ژمن دی.

د ښاغلي مجاهد په خبره، د امنیت په برخه کې هر ډول ګواښ له منځه تللی او اوس افغانستان په اسلامي عقیده د سمبال پوځ څښتن دی.

دغه‌راز افغانستان په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري او په هېواد کې په ښه توګه اسلامي قوانین پلي کېږي.

مولوي ذبیح‌الله مجاهد یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د اسلامي امارت ویاند ډاډ ورکړی، چې د افغان کډوالو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه کېږي او له هېوادونو یې غوښتي، چې په زور د کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او پرېږدي تر څو پخپله خوښه افغانستان ته راستانه شي.