ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي احمد الله وثیق د جورجیا هېواد د بایسکل ځغلونې له پخواني روزونکي او سیلاني نودر بریدز سره لیدنه کړې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق له جورجیا هېواد څخه راغلي سیلاني او د بایسکل ځغلونې پخواني روزونکي نودر بریدز سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، د کابل ولایت د ورزش ریاست رییس مولوي عتیق الله خالد، د المپیکي چارو رییس داد محمد پاینده اختري، د نشراتو رییس اتل مشواڼي، د بایسکل ځغلونې فدراسیون رییس سید نبي الله سادات او د المپیک د اړیکو مسول ارشاد الحق صدیقي هم شتون درلود.

مولوي احمد الله وثیق یاد مېلمه ته د ښه راغلاست ترڅنګ ويلي، د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د امن له برکته په افغانستان کې ورزش خورا پرمختګ کړی دی.

نوموړي نودر بریدز ته ډاډ ورکړی، چې د ورزش په برخه کې به نوموړي ته هر ډول سهولت برابر شي او ورزشي پروګرامونو کې به ورته د ګډون بلنه ورکړل شي.

ښاغلي نودر بریدز په خپلو خبرو کې افغانستان ته په راتګ خوښي ښودلې او ویلي یې دي، د نړۍ نږدې ۲۰ هېوادونو ته یې ورزشي سفرونه کړي دي، چې افغانستان ته یې راتګ تر ټولو خوږه خاطره تشکیلوي.

دغه‌راز نوموړي د ورزش ادارې له رهبرۍ مننه کړې، چې په ورزشي پروګرامونو کې د ده د ګډون بلنه یې منلې او هیله یې څرګنده کړې، چې دلته په پلازمېنه  کابل کې به د بایسکل ځغلونې په ځینو ورزشي پروګرامونو کې ګډون وکړي او خپلې تجربې به له افغان ورزشکارانو سره شریکې کړي.