ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال په انلاین او چین کې افغان سفیر په حضوري بڼه د چین ـ جنوبي اسیا په اووم نندارتون کې ګډون وکړ

په چین کې د اسلامي امارت د لوی سفارت سرپرست سید محی الدین سادات د چین د یونان ولایت په کیومینګ ښار کې د چين-جنوبي اسيا اووم او د چين د کیونمينګ د وارداتو او صادراتو ۲۷ نندارتون، د چين او جنوبي اسيا د همکارۍ څلورم فورم او د یونان ولایت د والي په رسمي میلمستیا کې ګډون وکړ.

د یاد نندارتون په پرانست غونډه کې د ګڼو هېوادونو وزیرانو، سفیرانو او لوړپوړو ديپلوماتانو ګډون کړی و، او د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر په شمول د یو شمیر هېوادونو د ولسمشرانو او لومړنیو وزیرانو مرستیالانو ته هم بلنه ورکړل شوې وه چې په حضوري یا آنلاین توګه پرانست غونډه کې ګډون وکړي.

مولوي عبد الکبیر چې په آنلاین توګه د نندارتون په پرانست غونډه کې ګډون کړی و د نورو خبرو ترڅنګ یې د اسلامي امارت پالیسي اقتصاد محوره وبلله او زیاته یې کړه چې داسې نندارتونونه د سیمې هېوادونه له یوه بل سره نږدې کوي او اسلامي امارت د چین د لارې او کمربند د نوښت ترڅنګ په ټولو برخو کې په هر اړخیزو همکاریو باور لري، او چمتو دی چې بهرنۍ پانګونې ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې امنیت د ډاډ وړ وباله او زیاته یې کړه چې افغانستان نه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ نشته.

سیاسي مرستیال زیاته کړه، چې اسلامي امارت ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې په نه مداخلې پوره باور لري.

ورپسې بیا د یاد نندارتون په څنډه کې د چین-جنوبي اسیا د همکاریو په څلورم فورم کې د ژورې عملي همکارۍ او ګډ پرمختګ په تړاو په چین کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست وینا وکړه.

نوموړي په تیرو دوو کلونو کې د یوه او بل په کورنیو چارو کې نه مداخلت، د فعالو دیپلوماتیکو اړیکو ساتل، د افغانستان د کنګل شويو زیرمو د ازادولو اړوند د چینايي لوري هڅې، آمو سیند حوزه کې د تیلو په استخراج عملي کار شروع کیدل، په ۹۸ فیصده افغاني محصولاتو د تعرفې کچه صفر ته ټیټیدل،

افغاني سوداګرو ته د چین په مختلفو نندارتونونو کې د افغاني محصولاتو نندارې ته وړاندې کولو لپاره زمینه برابرول، د دواړو خواوو لخوا سوداګرو ته د ویزو د صادرولو پروسه بیرته شروع کیدل، کابل او بیا چین ته د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو رسمي سفرونه، د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ درې اړخیزه غونډه او مثبتې پایلې یې او داسې نور د عملي همکاریو او ګډ پرمختګ مثالونه یاد کړل.

نوموړي د سیمې له هیوادونو سره په ځانګړي توګه له چین سره د عملي همکارۍ او ګډ پرمختګ لپاره په نور ډیر کار ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې اوس افغانستان کې د لویو اقتصادي پروژو د پلي کولو لپاره ښه زمینه برابره شوې، او دمنطقوي اتصال او ترانزیت لپاره افغانستان ډیر ښه ستراتیژیک جغرافیوي موقعیت لري.