ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ ندا محمد ندیم: د دنیا او اخرت سرلوړي د دیني او عصري علومو په زده کړه کې ده

د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم کندهار پوهنتون کې د سویل لوېدیځ خصوصي او دولتي پوهنتونونو د محصلینو لپاره په دیني – علمي سمینار کې ګډون او وینا وکړه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رییس، د کندهار ولایت جهادي مدرسې رییس، د ولایتي ادارې یو شمېر رییسانو، علماء کرامو، د کندهار، اناسټو او د یاد ولایت خصوصي پوهنتونونو مشرتابه پلاوي، استادانو او زرګونو محصلینو ګډون کړی و.

شیخ ندا محمد ندیم ویلي، چې په دې ډول دیني مجالسو کې ګډون کول زموږ ایمان تازه کوي، زړونه مو قوت مومي، خپلو اعمال ته لا متوجه کېږو، دغه راز الله تعالی مو ګناهونه رابخښي او الله تعالی ته لا رجوع کوو.

همدارنګه نوموړي په ټولنه کې د علماء کرامو ارزښت بیان کړی او ویلي یې دي: “لکه څنګه چې یوه سخته ناروغي د ماهرو ډاکټرانو درملنې ته اړتیا لري، همداسې ټولنه د علماء کرامو لارښوونې او علم ته اړتیا لري؛ علماء کرام د دین ساتونکي دي او په تاریخ کې یې د الله تعالی له دین، کتاب او نبوي سنتو څخه دفاع کړې ده.”

ښاغلي ندیم زیاته کړې، علماء کرامو تر موږ او تاسو دین را رسولی، نو پکار ده چې د خپلو علماء کرامو ټول اقوال په زړه کې وساتو او عمل پرې وکړو.
 
د لوړو زده کړو وزیر محصلانو ته په خطاب کې ویلي، که غواړئ په دونیا او اخرت کې سرلوړي ترلاسه کړئ؛ نو په دواړو علومو دیني او عصري ځانونه ښه سمبال کړئ.

 دغه راز شیخ مولوي ندا محمد ندیم د خپلو خبرو په وروستیو کې محصلانو ته بېلابېلي سپارښتني کړې دي.

 د یادونې وړ ده، چې دغه اووه ورځنی سمینار په کندهار پوهنتون کې د سهیل لوېدیځ زون لسو امارتي او خصوصي پوهنتونونو (کندهار، اناسټو، هلمند، نیمروز او فراه امارتي او همدا راز ميرویس نیکه، ملالۍ، سبا، بېنوا او لمر خصوصي پوهنتونونو) ٥٥٠ تنو محصلانو ته جوړ شوی و.