ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا تاجمیر جواد: د ټولنې هر وګړی د منکراتو او ناوړه دودونو پر وړاندې ګډ مسوولیت لري

خوست ولايت مرکز اړوند قلموال مېنه کې، د نیازیو قوم له‌خوا، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ١٧مې ګڼه فرمان د تطبيق پر بنسټ، د بدو رواجونو او ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ستره غونډه وشوه.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د استخباراتو لوی ریاست لومړي مرستیال ملا تاجمير “جواد” د ولایت مقام مسوولینو، د اړوندو ادارو چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ټولنې بېلابېلو اقشارو ګډون کړی و.

د غونډې په ترڅ کې د استخباراتو لومړي مرستیال ملا تاجمیر جواد ویلي، د ټولنې هر وګړی مکلف دی چې د منکراتو او بدو رواجونو مخنیوی وکړي.

نوموړي زیاته کړې، له افغانستان څخه د خلکو تېښته او په سختو لارو وتل، یوازې د بدو رواجونو او ناوړه دودونو پایله ده.

ښاغلي جواد په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په ډېرو برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.

دغه‌راز استخباراتو لومړي مرستیال د ښځو د حقونو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي، چې د اسلامي امارت ملاتړ وکړي او د تبلیغاتو ښکار ونه ګرځي.

ملا تاجمیر جواد ویلي، چې افغانستان له یو ستر بحران څخه راوتلی او د تېرو څلورو کلونو په موده کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته‌راوړنې لري.

همدارنګه نوموړي د نیازیو قوم مشرانو، علماوو او ځوانانو ته په خطاب کې ویلي، چې د ټولنې د اصلاح او سوکالۍ لپاره باید یو موټی پاتې شي.

ښاغلي جواد د تړونونو د اهمیت په اړه زیاته کړې، تړون د وعدې مثال لري، ماتول یې حرام دي، او عملي کول یې پر ټولو واجب دي.

د غونډې په وروستيو کې، د خوست ولایت مقام د دفتر رییس مولوي محمد صابر “صابري” د نيازيو قوم له‌خوا د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ١٧مې ګڼه فرمان پر بنسټ، د بدو رواجونو او ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ځانکړی پريکړه‌ليک ولوست او له ټولو یې د عملي کولو غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال د غونډې ګډونوالو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ١٧مې ګڼه فرمان پر بنسټ، د ياد پرېکړه‌لیک د بشپړ عملي کولو ژمنه کړې او ډاډ یې څرګند کړی دی، چې د پلي کولو په برخه کې به یې ګډې هڅې کوي او د ټولنې د اصلاح، اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا او د سالمو دودونو د ترویج لپاره به هر اړخیزه زمینه برابروي.