د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیا له یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې علماوو هېواد کې د اسلامي نظام پر پایښت او سراسري امنیت پر ټینګښت خوښي ښودلي.
د غه راز یې ویلي دي؛ چې تېره اداره کې د هېواد په ځانګړي ډول پکتیا ولایت د بیارغونې برخې ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او اسلامي امارت څخه یې غوښتې، چې د یاد ولایت انکشافي پروژو، پوهنې او کارموندنې برخو ته جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اشغال ضد مبارزې پر مهال د پکتیا د مجاهد پروره ولسونو هڅې او سرښندنې ستایلي.
ښاغلي حنفي زیاته کړې، چې د خلکو ستونزو ته رسیدنه د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي او دې برخه کې هیڅ راز هڅه نه سپموي.