ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزارت پلاوي د ترکیې د ادیرنې له والي سره په دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ یوه پلاوي ترکیې ته د سفر په ترڅ کې د ادیرنې له والي سره وکتل.

په دې کتنه کې د ادیرنې والي د افغانستان د کرنې او علمي څېړنو په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراخېدو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې سیمه‌ییزه اداره یې له افغانستان سره په تخنیکي او د تجربو د تبادلې په برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو ده.

مولوي صدراعظم عثماني د ترکیې له همکاریو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې دغه همکارۍ به لا زیاتې شي. دغه‌راز د دواړو هېوادونو اړیکې به د کرنیز پرمختګ په برخه کې نورې هم پياوړې شي.

د دې تر څنګ افغان پلاوي د ترکیې له کرنیزو ماشینریو او شرکتونو څخه هم لیدنه کړې ده.