د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې د ميدان وردګ ولايت د بهسود ولسوالۍ په مرکز کې د قومي مشرانو او علماوو سره د اسلامي اخوت، ورورولۍ او ستونزو د اورېدو په موخه جوړه شوې غونډه کې د علیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله فرمانونه تشريح او د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.
په یاده غونډه کې علماوو او مشرانو ژمنه وکړه چې د خپل ژوند په ټولو چارو کې به د دغو لارښوونو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
ويناوالو د ولسونو د يووالي او ورورولۍ ارزښت ته په اشارې سره وويل، د اسلامي اصولو په رڼا کې د ستونزو حل، د ټولنې د سوکالۍ او د سولې د ټينګښت لپاره بنسټيز رول لري.
دغهراز دوی پر خلکو غږ وکړ چې پر ګډه همکارۍ سره د خپلو سيمو د پرمختګ او هوساینې لپاره هڅې وکړي.
همدارنګه مسولينو خلکو ته ډاډ ورکړ چې د امنيت ټينګښت، د بيارغونې چارو او د خلکو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې ګړندۍ کړي.
په ورته مهال عامو خلکو هم دغه غونډه د اسلامي اخوت او ستونزو د اورېدو لپاره يو مثبت ګام وباله او له مسولينو څخه يې مننه وکړه.

