ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوسپنې پټلۍ مرستيال او مل پلاوي په ابوظبي کې د ريل‌پټلۍ په نړيوال کنفرانس او نندارتون کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې د ريل‌پټلۍ په نړيوال کنفرانس او نندارتون کې ګډون وکړ.

په دې پروګرام کې د کنفرانس ترڅنګ د ریل‌پټلۍ په برخه کې نړیوال نندارتون هم شامل و، چې پرمهال يې د ريل‌پټلۍ اړوند وروستۍ پروژې او نوي ټیکنالوژۍ نندارې ته وړاندې شوې دي.

په نندارتون کې د افغانستان د ریل‌پټلۍ لپاره یوه غرفه ځانګړې شوې وه، چې له همدې لارې د هرات – فراه – نیمروز – هلمند – کندهار د ریل پټلۍ پروژې په تړاو مفصل معلومات وړاندې شول. کومه چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونه له سويلي اسیا سره نښلوي.

ياده پروژه د افغانستان او سیمې لپاره اقتصادي او ترانزیټي اهمیت لري او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او ترانزیټ په پرمختګ کې رغنده رول لري.

همدارنګه د پروګرام په څنډه کې، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال د سيمه‌ييزو هېوادونو (متحده عربي اماراتو، ترکمنستان او اوزبيکستان) د ریل پټلۍ له مسولینو او تخنيکي ټيمونو سره دوه اړخيزې او درې اړخيزې غونډې کړې، چې پکې د ریل پټلۍ اړوند د همکاريو پیاوړتیا او همداراز د افغانستان د ریل پټلۍ د پروژو جوړولو لپاره د پانګونې په اړه بحثونه او نظرونه تبادله شوي دي.

ياد نړيوال کنفرانس او نندارتون د روان میلادي کال د سپټمبر له ۳۰مې نېټې د اکتوبر تر دویمې نېټې پورې جوړ شوی و، چې پکې له ۱۰۰ څخه د زیاتو هېوادونو مسولینو او همدارنګه د ریل‌پټلۍ اړوند ۲۰۰ نړيوالو شرکتونو ګډون کړی و.