ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هلمند کې د شهامت په نوم یوه نوې غږیزه رسنۍ پرانېستل شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د «شهامت» په نوم یوې خصوصي راډیو د ۹۱.۶ ایف‌اېم په څپو خپرونې پیل کړې.

د دغې راډیو د پرانیستلو پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیا‌ت‌الله مهاجر فراهي ویلي؛ هلمند کې رسنۍ مخ پر ودې دي او اوس مهال د شهامت راډیو په ګډون دغه ولایت کې ۱۹ غږیزې رسنۍ فعالې دي.

نوموړي زیاته کړې، د یادو رسنیو له ډلې ۱۱ یې د اسلامي امارت بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته هلمند کې فعالې شوي دي، چې دا په رسنیز ډګر کې یو مهم پرمختګ دی.

ښاغلي فراهي ويلي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو سره پوره همکاریو ته ژمن دی او خبریالان باید د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې خپل مسوولیتونه سرته ورسوي.

ورته مهال د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد ویلي، هلمند کې د ازادو رسنیو د شمېر زیاتېدل د بیان د ازادۍ او د اسلامي امارت د رسنیز ملاتړ څرګندونه کوي، د رسنیو د ډیروالي تر څنګ د رسنیزو فعالیتونو مسلکیتوب او کیفیت خورا مهم دی، تر څو ټولنې ته د مسلکي کسانو په مټ معیاري خپروني وړاندې شي.

دغه راز د هلمند مرستیال والي مولوي محمدنبي حماس او د خبریالانو او رسنیو ټولنې مشر عبدالستار عطایي په ټولنه کې د رسنیو پر اهمیت خبرې کړي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د مننې تر څنګ غوښتي، چې د معلوماتو لاسرسي په برخه کې خپله همکارۍ لا پراخه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په بیا ځلې حاکمیت سره د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې ډیر شمېر نوې رسنۍ پرانېستل شوې دي.