ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر سعودي عربستان کې د روغتیا په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي سعودي عربستان ته د سفر په ترڅ کې اتم دور نړیوال روغتیایي نندارتون کې ګډون او وینا کړې.

د عامې روغتیا وزیر د نوې ټکنالوژۍ کارونه د روغتیایي خدمتونو د اغېزمنتیا لوړولو لپاره مهم بللي او ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت به د نوې ټکنالوژۍ د تطبیق او د روغتیايي سکټور د ځینې برخو الکترونیکي کېدو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

په دې نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو استازو، د نړیوالو روغتیایي بنسټونو او روغتیایي ټکنالوژۍ متخصصینو ګډون کړی و.