ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عتیق الله عزیزي: له کلونو وروسته په هېواد کې شعر، ادب، کلتور، او ملي ارزښتونو ته په پراخه کچه کار روان دی

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې دغه ولایت کې نښتر کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه.

په یاده مشاعره کې د اطلاعاتو کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي، د پکتیا ولایت والي ملا مهر الله حماد، د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د امارتي ادارو مسوولینو، شاعرانو، لیکوالانو او د شعر مینوالو ګډون کړی وو.

مولوي عتیق الله عزیزي ويلي، له کلونو وروسته په هېواد کې شعر، ادب، کلتور، او ملي ارزښتونو ته په پراخه کچه کار روان دی او لا یې هم د معیاري توب هڅې کیږي.

همدارنګه نوموړي د پکتیا شاعرانو او فرهنګپالانو هڅې ستایلي او له دوی څخه يې غوښتي، چې په خپلو شعرونو او غونډو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرامین پلي کړي او له هغو کړنو ډډه وکړي، چې د اسلام او کلتور سره په ټکر کې وي.

دغه راز د پکتیا اطلاعاتو او کلتور ریس مولوي ثواب جان اسلامیار ويلي، له مشاعرې جوړولو څخه موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ٢٢ مه ګڼه (د مشاعرو د تنظیم) فرمان پلي کول، د قلم په ژبه د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتل، د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د شاعرانو یو ځای کول، د ادب ډګر ګرم ساتل او د شاعرانو استعداد غوړېدل دي، چې د پخوا په پرتله مشاعرې معیاري او د خلکو ګډون پکې د پام وړ زیات شوی دی.

 په ورته مهال شاعرانو او ترانه ویوونکو د مشاعرې له جوړولو څخه خوښي څرګنده کړې او له اړونده مسوولینو څخه یې مننه کړې، چې د دوی لپاره یې د مشاعرو او ادبي بنډارونو غوره زمینه برابره کړې ده.

 دغه‌راز شاعرانو او ترانه ویوونکو په خپلو شعرونو کې د اسلامي شریعت احکامو پلي کول، د اسلامي نظام ټینګښت، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرامینو او لارښوونو په بشپړه توګه پلي کول او د یووالي او هېواد پالنې احساسات د شعر په ژبه ګډونوالو ته وړاندې کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې نښتر کلنۍ دودیزه مشاعره هرکال د زرګونه ګډونوالو او شاعرانو په شتون کې د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري ترسره کیږي.