د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي د دې وزارت له مسلکي کارکوونکو سره د پینځه کلن ستراتېژیک پلان د چمتو کولو او پلي کېدو په اړه ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د کلتوري ارزښتونو د ساتنې، پیاوړتیا او ترویج پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې.
مولوي عزیزي وویل، د کلتوري ستراتېژیک پلان جوړول د وزارت د فعالیتونو د لا ښې همغږۍ، موثریت او د ملي ارزښتونو د خوندیتوب لپاره یو مهم ګام دی.
نوموړي زیاته کړه، یاد پلان به د کلتوري ارزښتونو د ودې، د تاریخي میراثونو د ساتنې او د کلتور او هنر د بنسټونو د استحکام لپاره یو منظم لوری وټاکي او د دې له لارې به وکولای شي، ټاکل شوې موخې په ګټوره او اسانه توګه ترلاسه کړي.
د هنر او کلتور مرستیال وویل، چې د دې ستراتېژیک پلان عملي کول به د هېواد د کلتوري هویت د خوندي ساتنې او راتلونکو نسلونو ته د فرهنګي شتمنیو د لېږد په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
همدرانګه د ناستې ګډونوالو د پلان د بېلابېلو برخو، لکه د کلتوري میراثونو د ساتنې، د ملي ژبې او ادبیاتو د پیاوړتیا، د هنري فعالیتونو د پراختیا او د کلتوري ادارو د ملاتړ په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

