د اغا خان کلتوري خدمتونو رییس انجینر اجمل میوندي د اطلاعاتو او کلتور له وزیر شیخ شیر احمد حقاني سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د اطلاعاتواو کلتور وزير د کلتوري او تاريخي ځايونو ساتنه او بیا رغونه خپل کاري لومړيتوب بللی او زیاته کړې یې ده، دغه وزارت هڅه کوي، په ماشين خانه کې د هېواد په کچه ستر کلتوري بازار جوړ کړي، چې د کتابونو، هنري توکو او لاسي صنايعو دايمي نندارتونونه به پکې پرانېستل شي.
همدارنګه ښاغلي میوندي د ماشين خانې پروژې د تکمیل په اړه معلومات شريک کړي او ډاډ یې ورکړی، چې د یادې پروژې چارې په معیاري او مسلکي توګه پر مخ وړل شوې دي.
همدا راز دې کتنه کې په قطر کې د اسلامي هېوادونو د ګډ موزيم لپاره له افغانستان څخه د تاريخي اثارو د لېږد په څرنګوالي هم بحث شوی دی.

