د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني په مشرۍ د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون نوبتي ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې، چې د کمېسیون د نورو غړو په شتون کې جوړه شوې وه، د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو اړوند موضوعات لکه د یو شمېر رسنیو له لوري د ځینو سیمو د اصلي نومونو پر ځای د نا سمو نومونو کارولو باندې خبرې وشوې.
د ناستې په پای کې د ستونزو د کره څيړنې په موخه د کمېسيون له غړو څخه کميټې وټاکل شوې، تر څو راتلونکې غونډې ته د ستونزو کره راپورونه وړاندې کړي.

