ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي ارشيف رياست د اثارو د ډيجيټل او سکين کولو پروژې د بشپړولو په ویاړ د کلتوري خدمتونو د ستاينې غونډه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي ارشيف رياست د اثارو د ډيجيټل او سکين کولو پروژې د بشپړولو په ویاړ د کلتوري خدمتونو د ستاينې ځانګړې غونډه د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي، د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو استازو، د بېلابېلو ادارو استازو او رسنيو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي د افغانستان ملي ارشیف په سيمه ييزه او نړيواله کچه د تاريخي اسنادو او علمي زیرمو بې ساری مرکز وباله او زیاته یې کړه، چې ملي ارشیف په نړیواله کچه مراجعين لري.

 نوموړي د تاریخي اثارو د خونديتوب په برخه کې د همکارو ادارو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

 دغه راز دې غونډه کې د ملي ارشیف ریيس قاري عبیدالله حنیف ویلي، چې یاده پروژه کې ۷۴۱ خطي نسخې چې ۴۲۸ زره او ۱۰۸ صفحې کيږي ډيجيټل شوې او ترڅنګ یې ۳۵۹ فرمانونه او ۲۳۲ نور اثار هم سکين او ډيجيټل ډيټابیس ته اضافه شوي دي.