د کورنیو چارو وزارت وایي چې نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر د منځنۍ اسیا هېوادونو د سیمهییزو معلوماتو او همغږۍ غونډه کې ګډون او وینا کړې.
ښاغلي منیر ګډونوالو ته په افغانستان کې د نشه یي توکو سره د روانې مبارزې په اړه معلومات شریک او دا مبارزه یې له لاسته راوړنو ډکه بللې ده.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال افغانستان کې د نشه یي توکو کښت، قاچاق او کرکېله نږدې صفر شوې یاده کړې او د غړو هېوادونو په همکارۍ یې ټینګار کړی.
دغهراز ښاغلي منیر له غړو هېوادونو غوښتي، چې د افغان بزګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې همکاري وکړي، څو دا شومه پدېده په بشپړ ډول له افغانستان څخه پاکه شي.

