ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د دوحې نړیوال فورم؛ په سيمه‌ييز اتصال کې د افغانستان پر رول ځانګړی پنل ترسره کېږي

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلال وايي، چې د دوحې نړیوال فورم په دویمه ورځ، سيمه‌ييز اتصال کې د افغانستان پر رول ځانګړی پنل ترسره کېږي.

 د ښاغلي جلالي په وینا؛ په دغه ځانګړي بحث کې د افغانستان له لوري ډاکټر عبدالحی قانت، د اوزبیکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت‌الله ايرګاشوف، او د قطر د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی فيصل بن عبدالله ګډون کوي.