ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پاکستان کې د افغانستان او روسیې سفیرانو لیدنه؛ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې شوي

پاکستان کې د روسيې سفیر البرټ پی خورف د اسلامي امارت له سفیر مولوي سردار احمد شکیب سره لیدنه کړې.

 پاکستان کې د روسيې سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د روسيي او افغانستان اړیکو د اوسني وضعیت او د سیمې او نړۍ پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د یاد سفارت په وینا، دواړو لوریو د امنیتي موضوعاتو، په سیمه کې د سولې د راوستلو او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه هم خبرې شوي.