ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالله نوري: ځوانان باید افغانستان په عصري زده‌کړو کې له نړۍ سره سیال کړي

په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت تر چتر لاندې د مرکزي ښوونيزو بنسټونو د ۷۱۵ تنو د فراغت مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د ياد وزارت وزير ملا نورالله نوري ، د وزارت، مسلکي مرستیال مولوي احمد طه قادري، د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د وزارت د مقام ریيس مولوي نياز محمد تقي او د ګڼو مسولينو ترڅنګ د ښوونیزو بنسټونو استازو، استادانو او د زده کوونکو د کورنيو مشرانو ګډون درلود.

ملا نورالله نوري فارغ شويو زده کړيالانو ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، چې پر دوی وياړي او د ملاتړ تر څنګ د لا زياتو فرصتونو زمينه ورته برابروي.

 نوموړي زیاته کړې، جهاد یوازې په وسله نه، بلکې په علم، وسایلو او پرمختللو تخنيکونو سره هم تر سره کېږي او ځوانان بايد په همدې برخه کې مخکښ رول ولوبوي.

ښاغلي نوري زده کړيالانو ته په خطاب کې ویلي: ” موږ به مو هر ناز واخلو، قدر به مو وکړو خو ستاسې مسولیت دی چې د دې هېواد خدمت وکړئ او په مسلکي برخه کې دا وطن له نړۍ سره سیال کړئ.”

 همدارنګه د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد ویلي، چې الله تعالی انسان د علم او پوهې له امله پر نورو مخلوقاتو غوره کړی او پیغمبران يې د همدغې پوهې د خپرولو لپاره رالېږلي دي.

نوموړي پر ځوانانو غږ کړی، چې د پرديو کلتورونو پر ځای د خپلو نیکونو او اسلامي ارزښتونو لار خپله کړي او د خپل خوږ نبي (ص) سنتونه عملي کړي.

ښاغلي احمد همداراز د ديني او عصري علومو د زده کړې پر ارزښت ټينګار کړی، څو ځوانان وکولای شي د خپل هېواد دفاع او خدمت په علمي او مسلکي توګه ترسره کړي.

 په پای کې د ښوونې او روزنې ریيس مولوي عبدالرحمن رحماني ياده کړې، چې د څلور ګونو تعليمي بنسټونو څخه يې ټول ۷۱۵ تنه زده‌کوونکي فارغ شوي دي، چې ۲۱۵ د عبدالرحمن بابا لېسې، ۲۱۹ د خوشحال خان لېسې، ۶۴ د پير محمد کاکړ لېسې او ۱۲۷ تنه د بايزيد روښان انستيتوت زده‌کوونکي دي.

نوموړي له فارغو شویو زده‌کوونکو غوښتي، چې د خپلو وړتياوو او استعدادونو پر بنسټ لوړې زده کړې وڅاري او د هېواد د پرمختګ لپاره خپلې هڅې لا پسې پياوړې کړي.