ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بلخ والي او د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي لیدنه؛ د اقتصادي او بشري همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف او مل پلاوي د بلخ له والي ملا محمد یوسف وفا سره لیدنه کړې.

د بلخ ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او بشري همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ملا محمد یوسف وفا ویلي، چې قزاقستان په تېرو څلورو کلونو کې له افغانستان سره پراخې اقتصادي او بشري مرستې کړې دي، چې دا د دواړو هېوادونو د ښه ګاونډیتوب څرګند ثبوت دی.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان دا مهال د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې یو واحد او منظم نظام لري او په ټول هېواد کې د فساد، بې‌عدالتۍ، زورواکۍ او د مخدره توکو د کښت مخنیوی شوی دی.

د بلخ والي ویلي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې د کورنیو عوایدو په مټ د بیارغونې چټک کارونه روان دي او اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

ښاغلي وفا ټینګار کړی، چې افغانستان ته باید سم نړیوال انځور ورکړل شي او له قزاقستان سره به د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګډه ګټه تمامه شي.

همدارنګه د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي، چې د افغانستان بشپړ امنیت د قناعت وړ دی او د اسلامي امارت له لوري د امنیت ټینګښت هڅې ستایلو وړ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې بلخ ولايت د قزاقستان لپاره په سوداګرۍ، پانګونې او بشري همکاریو کې یو مهم ستراتیژیک ځای لري او موږ هڅه کوو خپلې بشري او اقتصادي مرستې لا پراخې کړو.

ښاغلي توکوموف ویلي، چې قزاقستان غواړي د حیرتان بندر له لارې د اوسپنې پټلۍ لاره د قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له شبکې سره ونښلوي، ترڅو د سیمې د ترانسپورټ او سوداګرۍ دهلیزونه نور هم اسانه او چټک شي.

ورته مهال د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي په خپلو خبرو کې ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د بشري او ټولنیزو پروژو د پراختیا لپاره هڅې کوي او په افغانستان کې یې د مجهزو روغتونونو او ښوونځیو د جوړولو ژمنه کړې ده.