د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري جوزجان ولایت اندخوی ولسوالۍ له اقینې بندر څخه لیدنه کړې.
لیدنه کې د مختلفو شرکتونو او اتحادیو استازو، ځایي مسولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی وو.
د داخله وزارت اړوند د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس حافظ نورالله ویلي، د اندخوی ولسوالي د اشغال په دور کې قربانۍ ورکړې دي او د دوی د امانت داري له برکته د فتحې په وخت کې د اقینې بندر شتمني له چور څخه ساتل شوې.
تجارانو، اتحادیو او قومي مشرانو خپلې شته ستونزې له مسولینو سره شریکې کړي او د حل غوښتنه یې کړې.
سرپرست وزیر له ټولو کاروباریانو او مسولینو څخه د حوصلې غوښتنه کړې او د ستونزو حل په برخه کې یې دوی ته ډاډ ورکړی.
نوموړي زیاته کړې، چې شته ستونزې به تر مقاماتو رسوي او پر لارو چارو به یې ژر تر ژره غور وشي.