ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي سردار احمد شکیب د افغانستان لپاره د مصر له مستشار سره لیدنه کړې

د افغانستان لپاره د مصر غیرې مقیم سفارت پخواني مستشار محمد حلیم او د هغه ځای ناستي محمد ممدوح اسلام‌اباد کې د اسلامي امارت له سفیر مولوي سردار احمد شکیب سره لیدنه کړې.

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې د مصر او افغانستان د اړیکو پر پیاوړتیا، د سوداګرۍ، پوهنې، سکالرشیپونو او نورو برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

همدارنګه محمد حلیم د افغان چارواکو د همکارۍ څخه په مننې سره ویلي، چې د مصر او افغانستان اړیکې د دوو ورونو هېوادونو په توګه باید نورهم غښتلي شي.