د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر لاپياوړتيا او د سیمې د وروستي وضعیت په اړه خبرې شوې دي.
مولوي امیر خان متقي ویلي، اسلامي امارت د ډيپلوماسۍ، تفاهم او متقابل احترام پر بنسټ له ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی او په دې لړ کې، له قزاقستان سره په سیاسي او اقتصادي اړیکو کي د پام وړ پر مختګ شوی.
همدارنګه د قزاقستان ځانګړي استازي د افغانستان رغنده دریځونه ستایلي او ډاډ یې ورکړی، چې هېواد به یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې لازیاتې همکارۍ ته دوام ورکوي.
نوموړي ټینګار کړی، د سیمې ثبات د ټولو ګډ مسولیت دی، چې د اعتماد، ښه امنیت او اقتصادي همکاریو له لارې ترلاسه کېږي.

