ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې او ملي تصدۍ معینیت له روزنیز مرکز څخه ۲۱۳ تنه منسوبین فارغ شول

کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت د عامه ساتنې او ملي تصدۍ معینیت له روزنیز مرکز څخه ۲۱۳ تنه منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د یاد معینیت د ښوونیز مرکز قومندان سمونوال قاري سیف الرحمن منصور په ګډون یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون کړی و.

دغه وزارت زیاتوي، مسولینو د فراغت په مراسمو کې له فارغو منسوبینو غوښتي، چې د ملي شتمنیو د ساتنې لپاره هڅه او کوښښ وکړي.