ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره د افغانستان له لارې د مرکزي او سویلي اسیا هېوادونو د نښلولو، د تورغونډۍ–هرات او هرات–کندهار د اوسپنیزو کرښو د عملي چارو د پيل په اړه خبرې کړې دي.
لیدنه کې پرېکړه شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان، قزاقستان، ترکمنستان او متحده عربي اماراتو د ټرانسپورټ او اوسپنې پټلۍ برخې چارواکو ترمنځ ناسته ترسره شي، څو د تورغونډۍ–هرات او هرات–کندهار د اوسپنې پټلۍ مسیرونو د عملي چارو د پیل او څرنګوالی وڅېړل شي.
د یادونې وړ ده، چې د تورغونډۍ–هرات اوسپنیزې کرښې د پانګونې تفاهملیک څه موده وړاندې قزاقستان هېواد سره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی، چې د تخنیکي ټیم تر ارزونې وروسته به یې عملي چارې پیل شي.

