د ملي دفاع وزارت وایي، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو د حمایوي لوژستیکي کنډک په تخنیکي ورکشاپونو کې د روان کال په ترڅ کې د داخلي امکاناتو په ګټې اخیستنې او د خپلو افغان مسلکي انجنیرانو پر مټ یو زر او ۳۴۷ عرادې بېلابېل ډوله پوځي نقلیه وسایط او ۱۶۱ میله سپکې او درنې وسلې ترمیم شوې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ترمیم شویو پوځي وسایطو کې رنجر موټر، هاموي ټانکونه، رنجر امبولانسونه او ګڼ شمېر نور بېلابېل ډول پوځي نقلیه وسایط شامل دي.
همداراز په وسلو کې ډيسي توپونه، ام–۱۶، ام–۴، تفنګچې او دافع هوا شاملې دي.

