ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په کونړ کې زلزله ځپلو هېوادوالو ته په بنسټيز ډول ۳۵ کورونه او يو جومات جوړيږي

د ملي دفاع وزارت د رهبري له لوري د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ مزار دره کې د زلزله‌ ځپلو هېوادوالو لپاره د ۳۳,۵ ميليونه افغانيو په ارزښت (۳۵) بابه کورونه او یو محراب جومات چې د (۳۰۰) تنه لمونځ کوونکو ظرفيت لري د جوړېدو چارې پیل شوې.

ملي دفاع وزارت وایي، چې یاده پروژه نه یوازې د متضرره شویو کورنیو لپاره د سرپناه ځايونه او زمينه برابروي، بلکې د ملي اسلامي اردو مسولينو او مجاهدینو له خپلو ولسونو سره د مينې، علاقې او صله رحمۍ درلودلو څرګندونه کوي.