ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر: اسلامي امارت د دیني او عصري علومو پراختیا ته ژمن دی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیا د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ طالب جان او څو تنو استادانو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، د جهادي مدرسو د فعالیت او لاسته راوړنو په اړه خبرې وشوې.

شیخ طالب جان وویل، جهادي مدرسې توانېدلې، چې په لنډه موده کې ښه پرمختګونه وکړي او ځوانانو ته تر لوړې کچې د زده‌کړو فرصتونه برابر کړي.

همدارنګه ښاغلي شیخ طالب جان له ښوونیزو بنسټونو څخه د اسلامي امارت ملاتړ، د مدرسو د اغېزمن فعالیت لپاره مهم یاد کړ او پر وینا یې چې هر کال د جهادي مدرسو د طلباوو په شمېر کې زیاتوالی راځي.

د ناستې پر دوام د پکتیا د جهادي مدرسې مهتمم له ښاغلي وزیر سره ځینې وړاندیزونه شریک کړل.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا د جهادي مدرسې مهتمم او استادانو ته ښه راغلاست وویل او د جهادي مدرسو فعالیتونه یې ګټور وبلل.

مولوي عبدالکبیر د اسلامي نظام دندو ته په اشارې سره یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د دیني او عصري علومو پراختیا ته ژمن دی او خپل امکانات له ښوونیزو بنسټونو نه سمپوي.