د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د پکتیا پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۴۰۷ تنه منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې له مسلکي او عقیدوي زده کړو فارغ شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیا ولایت والي مولوي مهرالله حماد، امنیه قومندان پاسوال مولوي شېر علي جندالله او د دغه ولایت نورو مسوولینو او مشرانو ګډون درلود.
په دې مراسمو کې د پکتیا والي مولوي مهرالله حماد فارغانو ته په خطاب ویلي، له ولس سره نېک چلند مهم دی او ټینګار یې کړی، چې له تر لاسه شویو زدهکړو د عمل ډګر کې ګټه پورته کړي او د تلاشۍ پرمهال نظم رعایت کړي.

