ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حضرت سعد بن ابي وقاص رض حربي ښوونځي څخه ۱۷۷ تنه زده کوونکي فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د حضرت ابو عبیده بن جراح رض ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت سعد بن ابي وقاص رض حربي ښوونځي د ۸۷ دورې له دولسم ټولګي نه ۱۷۷ تنه زده‌کوونکي له عقیدوي او مسلکي زده کړو څخه وروسته د یولړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معنیت مرستیال مولوي بازمحمد حمیدي، د ازموینې ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني، دملي دفاع پوهنتون قومندان مولوي محمد هاشم حذیفه ، د امربالمعروف او نهی عن المنکر د عقیدتي چارو رییس مولوي سیداغا ابو مقبول او د ملي دفاع وزارت ګڼ شمېر مسولینو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

مسولینو پخپلو ویناوو کې د مبارکۍ ترڅنګ زده‌کوونکو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه، تاسو په دې زده‌کړو بسنه مه کوئ، کوشش وکړې لوړې مسلکي زده‌کړې ترسره وکړئ، ترڅو د هېواد لپاره یو مسلکي کس جوړ شئ، تاسو د دې هېواد راتلونکي مشران یاست او دغه روانه بیړۍ به تر منزله رسوئ.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې یاد  ښوونځي د نویو زده کوونکو لپاره هم خبرتیا خپره کړې، تر څو هېوادوال وکولای شي خپلي مسلکي زده‌کړې تر سره کړي.