د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د ننګرهار ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۳۷۹ تنه منسوبین د لنډمهاله مسلکي او عقیدوي زدهکړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت نظامي مرستیال پاسوال شیخ محمد نظر شینواري، مسوولینو او منسوبینو، دیني عالمانو او ګڼ شمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
مسوولینو په خپلو خبرو کې فارغ شویو منسوبینو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ، هغوی خپلو دندو ته متوجه کړل او له ولس سره د نېک چلند او د اوامرو د اطاعت سپارښتنه یې ورته وکړه.

