ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نفت او ګازو په نوم خپلواکه اداره منظور شوه

د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم پر اساس د نفت او ګازو په نوم خپلواکه اداره منظور شوه.

ښاغلي انور زیاته کړې؛ اداري کمیسیون ته حکم شوی، څو له وزارتونو او ادارو څخه نږدې اته هغه څانګې چې په نامنسجمه توګه د نفت او ګازو اړوند یې فعالیت کاوه، د نوې خپلواکې ادارې په تشکیل کې تنظیم کړي.

د چارو ادارې رییس ویلي، چې د نفت او ګازو په نوم خپلواکې ادارې په جوړېدو سره به د نفتو او ګازو په تولید، تنظیم، کیفیت، روڼتیا او اړینې همغږۍ کې اسانتیاوې راشي.