ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه‌باندې ۱۶۳ مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وایي، په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د لیندۍ له ۱۴مې څخه تر ۲۰مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۶۳ زره او ۴۳۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې (۱۱۷ زره او ۲۱۳) ټنه، د آقینې بندر له لارې ( ۱۳ زره او ۳۰۴) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۸ زره او ۸۳۸) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۴ زره او ۸۲) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۶۳ زره او ۴۳۷) ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۲۰۲) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې د انار جوس دي.

 هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.