ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت د هېواد لرو پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه لري

د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخوند زاده د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ ته د کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ له اوسیدونکو او د بزای ګنبد سیمې د قرغيزو قوم سره لیدنه کړې.

سرپرست وزیر د دې سيمې اوسیدونکو ستونزې او وړاندیزونه اوریدلي او ویلي يي دي، چې اسلامي امارت د هېواد ټولو کلیو ته په ځانګړې توګه محرومو او له اسانتیاوو څخه لرې سیمو ته خاصه پاملرنه لري.

 دغه سيمه د کوچني پامیر یو له لرې پرتو او د هیڅ ډول امکاناتو پرته سيمو څخه ده، چې اوسیدونکي يې قرغيز دي او په قرمزي ژبه خبرې کوي.

 دوی لومړنیو خدمتونو ته لکه ښوونځي، کلینیک، سړکونو او نورو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري .

د یادو سیمو اوسیدونکو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخوند زاده په راتګ خوښي ښودلې او ویلي يي دي، چې په تیرو ۴۰ کلونو کې د واخان ولسوالۍ په کوچني پامیر کې د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره تیر ۴۰ کاله هیڅ دولتي مقام نه دی راغلی، ستاسو راتګ دلته د پراختیايي ښو بدلونونو هیله مندي رامنځته کوي.

نوموړو زیاته کړې؛ ستاسو دغه سفر مونږ ته هیله او انرژي راپه برخه کوي، چې تاسې د هېواد لرو پرتو سیمو ته په ځانګړې توګه واخان ولسوالۍ ته پاملرنه لرئ او د نوموړي ولسوالۍ خلک مو هیر کړي نه دي، موږ ستاسو دوامدره همکاري غواړو.