د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري له یوه شرکت سره د ۳۰ کلونو لپاره د دایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون چې ۱۶زره او۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري لاسلیک کړ.
ملاهدایت الله بدري د یاد تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، د دې تړون په لاسلیک سره به د عوایدو سربېره د سیمې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.
د تړون له مخې به یاد شرکت د اکتشاف او استخراج په برخو کې ۲۸۳ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي او د ټولنیزو چوپړتیاوو سربېره به له ۲۰۰ څخه زیاتو هېوادوالو ته کاري فرصتونه هم برابروي.
دغه مرمر به په کوردننه له پروسس وروسته بهر ته صادرېږي.

