د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې په روان کال کې به د دغه ولایت د مرکز په روضې او علي لالا سیمو کې د ملي سوداګرو په مرسته دوه سترې سړې خونې جوړې شي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ادریس حنیف ویلي، چې د دې سړو خونو د جوړېدو لپاره به ځمکه او برېښنا د دغه ولایت سیمه ییزه اداره یادو ملي سوداګرو ته په اختیار کې ورکړي او پانګونه به د دغو سوداګرو له لوري وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې یادې سړې خونې به په معیاري توګه جوړ شي او د اته زره میټریک ټنو کرنيزو محصولاتو د ساتنې ظرفیت به ولري.
غزني د هېواد له کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي او د مسولینو په خبره هر کال په دغه ولایت کې څه باندې ۴۰۰ زره ټنه کرنیز محصولات را ټولېږي او د سړو خونو د نشتوالي له امله په ټيټه بيه ګاونډي هېوادونو ته صادرېږي.