د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وایي، چې د دې ولایت په مرکز او درې ولسوالیو (خواجه عمري، اندړ او واعظ) کې د باراني او موسمې اوبو د مدیریت په پار د چکډمونو جوړولو چارې پیل شوي دي.
غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ادریس حنیف ویلي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په مرکز او د خواجه عمري او اندړو ولسوالیو کې د ۶۷۷ زره او ۴۶۲ امریکایي ډالرو په لګښت د ۳۸ پراختیا یي پروژو چارې پیل شوي دي، چې په کې د چکډمونو او ټرنچونو جوړول شامل دي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره به شپږ زره او ۱۸۵ سمیزو اوسیدونکو ته د کار زمینې برابرولو ترڅنګ د هغوی د وچکالۍ ستونزې هم تریو برېده راکمې شي.
د ناروې کمېټې په همکارۍ د غزني په واعظ ولسوالۍ کې د ۳۴۴ زره او ۲۷۰ ډالرو په لګښت د ۱۷ چکډېمونو د جوړولو چارې پیل شوي دي.
مولوي محمد حنیف ادریس ویلي، چې د یادو چکډېمونو لګښت به د ناروې موسسې له لوري ورکړل شي او څه باندې درې زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
د ښاغلی ادریس په وینا، د دغه چکډېمونو په جوړېدو سره به د مرکز او یادو ولسوالیو په کارېزونو او ځمکني اوبو زېرمو کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.
دا چکډېمونه په داسي حال کې جوړېږي چې د دغه ولایت ډېری کروندګر د کښت لپاره د اوبو له نشتوالي او د کارېزونو له وچېدو سر ټکوي.
غزني کې د اوبو مدیریت لپاره د څه باندې ۶۷۷ زره ډالرو په ارزښت د پراختیايي پروژو چارې پیل شوې
