د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له نغلو بند سره نږدې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د جوړولو چارو پرانیسته وکړه.
په دغو مراسمو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ترڅنګ د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور او ی وشمېر نورو امارتي مسوولینو هم ګډون درلود.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسب جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، دلته یې عزت خوندي دی او همدا یې د پېژندنې او هویت سمبول دی.
همدا لامل دی چې اسلامي امارت د تېرو ډېرو نظامونو برعکس د دې ځورېدلي ولس د خدمت او د هېواد د آبادۍ لپاره ژمن او متعهد دی.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت دا درک کړې ده چې د پياوړي اقتصاد درلودو لپاره صنعت او د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا تر ټولو مهمه ده.
همدې موخې ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت په کور دننه د برېښنا تولید په خپلو لومړیتونو کې نیولی او په ټولو پانګوالو یې غږ کړی، چې په کور دننه د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
ملا عبدالغني برادر زیاته کړې؛ د همدې هڅو په دوام دا دي نن د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې د پيل شاهدان یو. د برېښنا د تولید په برخه کې به د افغانستان اړتیا ته په کتو دا پروژه کوچنۍ ښکاري، خو ما ته ځان بسیاینې ته د رسېدو په برخه کې ډېره مهمه ده، دا د دې ښکارندويي کوي چې موږ ځان بسیاینې ته د رسېدو په برخه کې لس مېګاواټه د نورو له احتیاجه خلاص شوو.
ښاغلي برادر ویلي، اسلامي امارت د برېښنا اهمیت ته په کتو وپتېیله چې له ترکمنستان څخه د راتلونکي ۵۰۰ کیلو ولټ لین پروژې د چارو بشپړولو قرارداد د یو کان په بدل کې افغان انوېسټ شرکت ته ورکړي، چې په دې سره به افغانستان ته د سلګونو مېګاواټه برېښنا د انتقال زمینه برابره او په کلني ډول به ۲۰۰ میلیونه ډالره سپما شي.
اقتصادي مرستیال یو ځل بیا پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ کړی، چې د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي او دلته له رامنځته شوو اقتصادي فرصتونو څخه استفاده وکړي.
د لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دغه پروژه د اسلامي امارت په ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري د یو کال په موده کې بشپړېږي، چې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي.